ډېر لوستل شوي

د وزلوبې ملي لوبډله قرغیزستان ته ولاړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د هېواد د اوزلوبې ۱۲ کسیزه ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د قبیله‌یي نړۍ‌والو سیالیو په شپږم پړاووکې د ګډون لپاره قرغیزستان ته ولاړه.

یاد ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې لوبډله کې ۱۰ چاپ‌اندازان او یو روزونکی شامل دي او د اوزلوبې فدراسیون رییس حاجي سرور جلال یې مشري کوي.

سرچينه زیاتوي، یادې سیالۍ د قرغیزستان په کوربه‌توب په بشکیک ښار کې  د ۱۰۶ هېوادونو په ګډون د اګسټ پر ۳۱مه پیل شوې او د سپټمبر تر ۷مې به دوام وکړي.

اړوند خبرونه