ډېر لوستل شوي

نیپال کې له سېلابونو وروسته په تونلونو کې د بند پاتې سلګونو کارګرو د ژغورنې هڅې روانې دي

د رویټرز د راپور له مخې، په نیپال کې د ژغورنې ډلې د چین او هند د متخصصینو په مرسته هڅه کوي، په برېښنايي پروژو او تونلونو کې بند پاتې سلګونه کارګر وژغوري.

د نیپال چارواکي وایي، د ژغورنې هڅو اصلي تمرکز پر هغو ۹۳۳ کارګرو دی چې ګومان کېږي د «راسوا» او «نوواکوت» په دوو سخت زیانمنو سیمو کې په ۱۱ برېښنايي پروژو، چې شپږ تونلونه هم پکې شامل دي، بند پاتې دي.

د چارواکو په وینا، د ژغورنې ډلې د برمه‌کارۍ له وسایلو او کنټرول شویو چاودنو څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي چې تونلونه پرانیزي او بند پاتې کارګرانو ته د رسېدو لار هواره کړي.

 ورته مهال، د نیپال د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۳۹ هېوادونو شاوخوا ۵۹۰ بهرني وګړي لا هم ورک دي.

د راپورونو له مخې، په نیپال او د چین په ځینو برخو کې د تېرې اوونۍ د مرګ‌ژوبلې اوښتونکو سېلابونو له امله تر ۹۰۰ ډېر کسان مړه شوي او نږدې ۵ زره نور لا هم ورک دي.

اړوند خبرونه