د ټولګټو وزارت وايي، سږ کال یې د ۱ ميلیارد ۴۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ رغنیزو پروژو چارې د کال په کاري پلان کې نیولې دي.
د یاد وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس وايي، د یادو پروژو ځينې یې ترکار لاندې او ځینې نورې یې په مرکز او ولایتي ریاستونو کې په تخنیکي او تدارکاتي مراحلو کې دي.
د نوموړي په وینا، د لویو لارو او سړکونو د زیانمنو شوو برخو رغول، د پلونو او پلچکونو ترمیم او ساتنه، د استنادي دېوالونو بیارغول او نور اړوند کارونه په دغو پروژو کې شامل دي.
د ټولګټو وزارت وايي، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د هېواد د ترانسپورټي زیربناوو د څارنې، ساتنې او مراقبت بهیر دوام ومومي.

