د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د کابل ښار په منډوي سیمه کې د سوداګریز مارکېټ جوړېدو طرحه تایید شوې ده.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې دا اته پوړیز سوداګریز مارکېټ د شاوخوا ۱۶۲ میلیون افغانۍ پانګونې د مالیې وزارت پر ځمکه جوړېږي چې شاوخوا ۵۶۰ دوکانونه به ولري.
د خبرپاڼې له مخې چې دې غونډې ته همداراز د بادغیس ولایت حلقوي سړک پنځمې برخې پروژه د بحث لپاره وړاندې شوې، او پرېکړه شوې چې د پروژې قرارداد دې د قراردادي شرکت د کاري نیمګړتیاوو له امله د تصمیم نیونې په موخه تدارکاتو کمېسیون ته راجع شي.
سرچینې لیکلي چې همدارنګه په دې غونډه کې یوې ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې څو د اسلامي امارت د نافذه قوانینو او نړیوالو معیارونو مطابق د کارګو او پُستي خدمتونو شرکتونو د فعالیتونو تفکیک وکړي او راپور یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

