د نورستان ولایت له کانونو ایستلشوې ګرانبیه او نیمهګرانبیه ډبرې د ۱۲۲ میلیون ۵۰۰ زره ۱۰۰ افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې دا ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې د پلور لپاره کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته وړاندې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې له دې څخه ۱۲ میلیون، ۲۵۰ زره ۹۱۰ افغانۍ عواید د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
د یادولو ده چې په دې ګرانبیه او نیمهګرانبیه ډبرو کې بیروج، کنزیټ، بلور او مارګنیټ هم شامل وو، او د نورستان دواب ولسوالۍ له ماوي کانونو څخه ایستل شوې وې.

