ډېر لوستل شوي

واشنګټن: ایران ښایي امریکايي وګړي او ورسره تړلې سیمې په نښه کړي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله په سیمه کې له امریکايي وګړو غوښتي چې د امنیتي وضعیت په اړه له تازه معلوماتو ځانونه خبر وساتي.

دغه وزارت ویلي، د روانو نښتو له امله د الوتنو د لغوه کېدو یا ځنډېدو او د ځینو هېوادونو د هوايي حریم د تړل کېدو احتمال شته، نو امریکايي وګړي دې د سفر اړوند تازه خبرتیاوې وڅاري.

واشنګټن همداراز خبرداری ورکړی چې ایران او د هغه ملاتړې ډلې ښايي له امریکا بهر د امریکا ګټې، امریکايي وګړي او له هغوی سره تړلي ځایونه او کاروبارونه په نښه کړي.

دا خبرداری په داسې مهال خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ له یوې مودې وقفې وروسته بیا پوځي نښتې شوې دي.

اړوند خبرونه