ډېر لوستل شوي

ټرمپ: پر ایران مو «ډېر دروند» برید کړی او بیا یې هم پرې کولی شو

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکايي ځواکونو پر ایران «ډېر دروند» برید کړی او واشنګټن چمتو دی چې هر وخت وغواړي، پر ایران بیا برید وکړي.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په دفتر کې له خبریالانو سره په خبرو کې ادعا کړې چې ایران د نویو توغندیزو او راداري سیستمونو د جوړولو او بېرته رغولو هڅه کوله، خو امریکايي ځواکونو دغه تجهیزات په بریدونو کې له منځه وړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي په اوږدو کې د ایران ټول هغه نوي تجهیزات هم له منځه وړي چې د ده په وینا، ځینې یې دفاعي او ځینې یې تعرضي وو.

ټرمپ ویلي، ایران داسې یو راکېټ هم جوړاوه چې د سمندري ماینونو د غورځولو لپاره کارول کېدای شو، خو امریکا هغه هم له منځه وړی دی.

اړوند خبرونه