د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ناټو پر تګلارو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دغه پوځي سازمان د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته خپل اصلي مشروعیت او فلسفه له لاسه ورکړې ده.
لاوروف ویلي، له وارسا تړون سره هممهاله باید ناټو هم منحل شوې وای، خو د ده په وینا، دغه سازمان د خپل شتون د دوام لپاره نوې پلمې ولټولې او په لومړي پړاو کې یې په افغانستان کې جګړه د خپل پوځي حضور د توجیه لپاره وکاروله.
نوموړي ادعا کړې چې په افغانستان کې د ناټو له ماموریت وروسته، دغه سازمان د پخواني شوروي د ګواښ پر ځای د روسیې د «ګواښ» نوې سناریو رامنځته کړه.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې ناټو اوس د خپلې پوځي او استخباراتي زېربنا د اسیا پر لور د لېږد هڅه کوي او دا به په اسیا-پاسفیک سیمه کې د دغه سازمان پوځي حضور او کړکېچونه لا زیات کړي.

