د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د نورستان ولایت د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د اړوند ریاست د مسوولینو، د داوطلبۍ کمېټې غړو، سیمهییزو چارواکو او پانګوالو په ګډون په شفافه توګه ترسره شوه.
یاد وزارت وایي، په دې داوطلبۍ کې بېروج، کنزیټ، بلور او مارګنیټ قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې د شاوخوا ۱۲۲ میلیونه، ۵۰۰ زره او ۱۰۰ افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.
د معلوماتو له مخې، له دې عوایدو څخه د اسلامي امارت ونډه ۱۲ میلیونه، ۲۵۰ زره او ۹۱۰ افغانۍ ده.
د مسوولینو په وینا، د دغو ډبرو د پلور داوطلبۍ د عوایدو د زیاتوالي، پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو او د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د استخراج د قانوني کولو په برخه کې مهم ګام دی.

