ډېر لوستل شوي

وېنس: له ایران سره روان کړکېچ ته «جګړه» نه‌شو ویلی

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال «جي‌ډي وېنس» وايي، له ایران سره روان پوځي کړکېچ ته «جګړه» نه‌شي ویل کېدای او د دې وضعیت د پای ته رسېدو لپاره به واشنګټن کوم مشخص مهال‌وېش اعلان نه‌کړي.

وېنس د سپینې ماڼۍ په خبري غونډه کې ویلي، اوس‌مهال د امریکا او ایران ترمنځ منظمه ځمکنۍ مخامخ جګړه نه‌شته، خو دا مني چې په ځینو پړاوونو کې وضعیت سخت او پراخ شوی دی.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې: “ایا له ایران سره به نښتې د نومبر له منځ‌مهالو ټاکنو مخکې پای ته ورسېږي.؟” ویلي چې د جګړې یا کړکېچ د پای لپاره د ټاکلي وخت اعلانول به «غیرمسوولانه» وي. وېنس ټینګار کړی چې د ټرمپ اداره نه غواړي ایران ته د خپلو راتلونکو اقداماتو ستراتیژي او مهال‌وېش له مخکې څرګنده کړي.

اړوند خبرونه