ډېر لوستل شوي

ټرمپ: د مهماتو زېرمې مو نږدې نامحدودې دي

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له ایران سره د میاشتو پوځي نښتې د امریکا د مهماتو زېرمې کمې کړې دي.

ټرمپ ویلي، امریکا د مهماتو «نږدې نامحدودې» زېرمې لري او د مهماتو تولید هم په بې‌ساري کچه روان دی.

نوموړي هغه راپورونه چې د امریکا د وسلو او مهماتو د زېرمو د کمېدو په اړه خپاره شوي، «خیانت‌» بللي او ویلي یې دي چې امریکايي دفاعي شرکتونه د مهماتو د تولید لپاره د فابریکو او ظرفیتونو د پراختیا په حال کې دي. د ټرمپ څرګندونې داسې مهال دي چې د ایران له جګړې وروسته د امریکا د ځینو مهمو توغندیو او دفاعي مهماتو د زېرمو د کمېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

اړوند خبرونه