ډېر لوستل شوي

امریکا کې د ډېزلو بیه تاریخي لوړې کچې ته رسېدلې

د امریکا د موټرو ټولنې «AAA» وايي، په دغه هېواد کې د یوه ګیلن ډېزلو منځنۍ بیه ۵.۸۵ ډالرو ته رسېدلې چې تر دې وړاندې یې ساری نه لیدل کېږي.

د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، د ډېزلو بیه یو کال وړاندې په منځنۍ توګه ۳.۷۱ ډالره وه چې په تېر یو کال کې د پام وړ لوړه شوې ده.

راپورونه وايي، د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي بیا زیاتېدو او د روسیې پر تصفیه‌خونو د اوکراین بریدونو د سون‌توکو پر نړیواله عرضه فشار زیات کړی دی.

د سون‌توکو د بیو لوړوالی د نړیوال انفلاسیون، د پور اخیستلو د لګښتونو او د نړیوال اقتصاد د احتمالي سخت رکود په اړه هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

د تېلو بیې عموماً د نړیوالو شخړو، د عرضه‌زنځیرونو د ګډوډۍ او د تولید او تصفیې د ظرفیتونو د کمېدو له امله اغېزمنېږي چې پایله یې د ټرانسپورټ او نورو توکو د بیو لوړوالی هم کېدای شي.

اړوند خبرونه