د بلوچ لبریشن ارمي (BLA) د بلوچستان په زیارت کراس سیمه کې د پاکستاني پوځ په یوه کاروان برید کړی دی.
د راپورونو له مخې، په دغه برید کې ۱۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه پوځي وسایط ویجاړ شوي دي.
د پېښې په ځای کې د ځینو سرتېرو یوازې د جسدونو پاتې شوني موندل شوي دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د «BLA» د ۱۸ سرتېرو د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ مخکې په بلوچستان کې د امنیتي پېښو په تړاو د خپلو ځواکونو د تلفاتو او د وسلهوالو د وژل کېدو جلا شمېرې خپرې کړې دي.

