ډېر لوستل شوي

«تعز» کې درنې چاودنې؛ د یمن حکومتي ځواکونو او حوثیانو د درنو وسلو جګړه پیل کړې

د یمن په سوېل لوېدیځ کې د تعز ښار په شاوخوا کې د حکومتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي او د ښار په بېلابېلو برخو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د الجزیرې راپور له مخې، دواړه لوري د ستراتیژیکو سیمو د کنټرول لپاره له درنو وسلو کار اخلي.

د وروستیو نښتو له امله په تعز او د یمن پر لوېدیځو جبهو کې مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، یوازې په تعز کې په یوه توغندیز برید کې د حکومتي ځواکونو ۲۶ سرتېري، ۳۱ حوثي جنګیالي او شپږ ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

دا جګړه په داسې مهال زور اخلي چې د یمن حکومتي ځواکونه هڅه کوي د تعز لوېدیځې سیمې بېرته ونیسي، په داسې حال کې چې حوثیان د ستراتیژیکو سیمو د پراخولو هڅه کوي.

د تعز موقعیت د سره سمندر او باب‌المندب تنګي ته د نږدېوالي له امله ځانګړی ستراتیژیک اهمیت لري.

اړوند خبرونه