د ایران سپاه پاسداران وايي، هوايي ځواکونو یې څو بالستیک توغندي د امریکا پر یوې الوتکهوړونکې بېړۍ او یوې جنګي بېړۍ توغولي دي.
سپاه ادعا کوي چې دغه دواړه امریکايي جنګي بېړۍ د ایراني کښتیو د ځورولو او په سمندري کلابندۍ کې د ګډون له امله په نښه شوې او له برید وروسته یې د سیمې د عملیاتو ساحه پرېښې ده.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ بیا ویلي چې امریکايي الوتکهوړونکې او جنګي بېړۍ د ایران څو توغندیز بریدونه دفع کړي او په دې پېښه کې کوم امریکايي سرتېری نه دی ټپي شوی. له دې وروسته امریکايي ځواکونو درې ایراني د تېلو ټانکرونه په نښه او له کاره غورځولي دي.
سپاه پاسدارانو خبرداری ورکړی چې که د امریکا پوځي اقدامات دوام وکړي، ایراني ځواکونه به لا سخت او د پام وړ ځواب ورکړي.
د دواړو لوریو ترمنځ دا نښته په داسې مهال شوې چې د هرمز تنګي او د ایران د تېلو د لېږد پر سر پوځي تاوتریخوالی په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې دی.

