د لبنان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر مياشتې راپدې خوا پر دې هېواد د اسراييلو په بریدونو کې ۸ زره ۹۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰ زره ۵۹۵ نور ټپیان شوي دي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دا مرګژوبله په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د اسراييلي بریدونو له امله اوښتې چې د لبنان پر ملکي وګړو او روغتیايي وضعیت یې سخت اغېز کړی دی.
له ۲۰۲۳ ميلادي کال راهیسې په لبنان کې د اسراييلو او حزبالله ترمنځ نښتې دوام لري او په ۲۰۲۶ کال کې هم د لبنان په جنوب کې د اسراييلو هوايي بریدونه او پوځي عملیات دوام لري.

