د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، افغانستان به د راتلونکو اکټوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې په متحده عربي اماراتو کې د بنګلهدېش او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلو کوربهتوب وکړي.
د سیالیو په مهالوېش کې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ یوه ټېسټ لوبه، د افغانستان، بنګلهدېش او زمبابوې ترمنځ درېاړخیزه یوه ورځنۍ لوبلړۍ او له زمبابوې سره درې شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ به د افغان لوبډلې لپاره د نړیوال کرېکټ په ډګر کې د سیالیو د دوام او چمتووالي مهم فرصت وي.

