ډېر لوستل شوي

د شیرزادو ولسوالۍ تالک کان د استخراج تړون لاسلیک شوی

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ کودي‌خېل سیمې دویم بلاک تالک کان د استخراج او پروسس تړون لاسلیک شوی دی.

د دغه وزارت ویاند، همایون افغان په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کان ۳.۸۲۶۳۹۴ کیلومټره مربع مساحت لري، او د استخراج تړون یې د ۶۵ میلیون ۸۶۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ننګرهار افغان تالک کان‌کیندنې او پروسس شرکت سره لاسلیک شوی دی.

ښاغلي افغان لیکلي چې د تړون له مخې به قراردادي شرکت د تالک د هر ټن په بدل کې ۲ زره ۲۶۵ افغانۍ رویالټي اسلامي امارت ته ورکوي.

د دغه تړون د لاسلیک پرمهال د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري ویلي چې د تالک کان د استخراج او پروسس پروژې په عملي کېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته کاري زمینه برابره شي.

بلخوا د قراردادي شرکت رییس ډاډ څرګند کړی چې د کان د استخراج، پروسس او نورو اړوندو فعالیتونو چارې به په مسلکي ډول ترسره کړي.

اړوند خبرونه