ډېر لوستل شوي

د لبنان جنوب کې اسراییلي بریدونو د دوو ماشومانو په ګډون د ۱۲ کسانو ژوند اخیستی

د لبنان د روغتیا وزارت وایي، د دوشنبې په ورځ د دې هېواد په جنوبي کفر رمان سیمه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي چې دوه ماشومان او څلور ښځې هم پکې شاملې دي.

د وزارت په وینا، په یوه برید کې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه شوې چې ۱۱ کسان پکې وژل شوي او د یوه روغتیایي کارکوونکي پر ملکي موټر په یوه جلا ډرون برید کې د وژل کېدو ترڅنګ دوه نور روغتیايي کارکوونکي ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د کفر رمان بریدونه د اسراییلي پوځ له لوري د ملکي وګړو لپاره له مخکېني تخلیې خبرداري پرته ترسره شوي دي. د برید پر مهال د استوګنې په ودانۍ کې ماشومان ښوونځي ته د تګ لپاره چمتو کېدل.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې اسراییل او حزب‌الله د جون له اوربند سره سره په جنوبي لبنان کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره مخ دي.

اړوند خبرونه