د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» وایي، د ایران پر وړاندې د روانې سمندري کلابندۍ په ترڅ کې د ۹۴ سوداګریزو بېړیو مسیر بدل شوی دی.
سنټکام ویلي، د ایران سمندري کلابندۍ لا هم دوام لري او امریکايي ځواکونو د محاصرې د پلي کولو په ترڅ کې درې نورې بېړۍ هم له فعالیت څخه درولې او دوه بېړۍ یې د کلابندۍ د شرایطو د رعایت د ډاډ ترلاسه کولو لپاره پلټلې دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د بېړیو د مسیرونو بدلون او د سمندري تګ راتګ څارنه د ایران پر وړاندې د واشنګټن د روان فشار یوه برخه ده.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ په خلیج او د هرمز تنګي شاوخوا کې پوځي ترینګلتیا زیاته شوې او د سمندري تګ راتګ پر وړاندې اندېښنې هم پراخې شوې دي.
ایران مخکې خبرداری ورکړی چې د امریکا له لوري د دغه هېواد د سمندري محاصرې دوام به په تهران کې د جګړې د دوام په معنا تعبیر شي؛ هممهاله ایران د خلیج لپاره د یوې نوې سمندري محدودې سیمې د جوړولو پلان هم اعلان کړی دی.

