د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ لپاره د یوې موقتي سمندري لارې د ټاکلو په اړه د ایران او عمان ترمنځ خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
عراقچي دا څرګندونې د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر توشیمیتسو موتېګي سره په ټلېفوني خبرو کې کړې او د هرمز تنګي په اړه یې د تهران او مسقط د مذاکراتو وروستی وضعیت تشریح کړی دی.
نوموړي ویلي، د هرمز تنګي عادي وضعیت ته د بېرته ستنېدو څرنګوالی د امریکا له لوري د اسلاماباد هوکړهلیک د ژمنو پر عمليکېدو پورې تړلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تهران او مسقط د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ لپاره د یوه موقتي مسیر پر جوړولو خبرې کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي مذاکرات هم روان دي.

