د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې په اسلامکلا بندر کې ۳۵ ټن ۳۱۰ کیلوګرام کمکیفیته ودانیز توکي مسترد شوی دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د نشبي ډوله وسپنې دا محموله د اسلامکلا بندر د معیار او کیفیت امریت تخنیکي کارکوونکو له لوري ارزول شوې او بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوې ده.
د معیار او کیفیت ادارې همداراز لیکلي چې د هېواد په بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر د مصرفکوونکو د حقوقو د ساتنې، په بازار کې د کیفیت د ملاتړ او د غیرمعیاري محصولاتو د وړاندې کولو د مخنیوي په موخه په شفافه او منظمه توګه ترسره کېږي. یادې ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې د بېلابېلو کمکیفیته توکو د واردېدو مخه نیولې وه، او له سوداګرو یې غوښتي وو چې هېواد ته د کمکیفیته توکو له واردېدو ډډه وکړي.

