پاکستان ایران ته خبرداری ورکړی چې په یمن کې دې پر خپلو متحدو حوثیانو فشار راوړي، څو پر سعودي عربستان بریدونه ودروي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه خبرداری پاکستان د سعودي عربستان په غوښتنه ایران ته رسولی او موخه یې دا ده چې روان کړکېچ له سعودي او یمن څخه د سیمې نورو هېوادونو ته پراخ نهشي.
حوثیانو د سېشنبې په ورځ د سعودي عربستان د خمیس مشیط پر یوې هوايي اډې او د نږدې ښارونو پر تېلو اړوندو تاسیساتو بریدونه کړي چې د راپورونو له مخې ۷۳ کسان پکې ټپیان شوي دي.
دا بریدونه د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د جګړې له پیل راهیسې پر سعودي عربستان د حوثیانو له تر ټولو لویو بریدونو څخه بلل شوي دي.
د دغو بریدونو په غبرګون کې د سعودي عربستان په مشرۍ ځواکونو د حوثیانو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي او د سیمې د کړکېچ د لا پراخېدو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

