د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانې شخړې د کمولو او د ډیپلوماټیکو هڅو د بېرته فعالولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
رویټرز ته د پاکستان یوه امنیتي چارواکي ویلي، دواړو لوريو د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي او په ټولو برخو کې د کړکېچ د کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو د بیا پیل پر امکاناتو بحث کړی دی.
د دې خبرو موخه د ایران او امریکا ترمنځ د روان تاوتریخوالي د کمولو او د احتمالي سیاسي حل لپاره د ډیپلوماټیکو لارو د موندلو هڅې بلل شوې دي.
دا خبرې په داسې مهال کېږي چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو او د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې کړې، خو تر اوسه دغو هڅو د جګړې د درولو او دایمي سولې په راوستو کې څرګنده پایله نه ده لرلې.

