د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، له سعودي عربستان او ترکیې سره د دغه هېواد په وروستیو دفاعي هوکړو کې د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې د پاکستان د مستقیم پوځي اقدام یا غبرګون کومه ژمنه نه ده شوې.
خواجه اصف ټینګار کړی چې د «مکې تړون» یوازې هغه مهال عملي بڼه غوره کولی شي چې د یمن روانه جګړه په مستقیم ډول د سعودي عربستان خاورې او امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، اسلاماباد له سعودي او نورو سیمهییزو متحدینو سره د دفاعي همکاریو تر څنګ هڅه کوي چې تر هغو د مستقیمې جګړې له ښکېلتیا ډډه وکړي، څو د پاکستان د پوځي مداخلې لپاره مستقیم ګواښ رامنځته نه شي. د پاکستان دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې په سیمه کې د حوثیانو بریدونه زیات شوي او د سره سمندرګي د بېړیو امنیت هم له جدي ننګونو سره مخ دی.

