ډېر لوستل شوي

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي لوبډله د نړیوالو سیالیو لپاره چین ته ولاړه

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي لوبډله د سوک‌وهنې په څلورم نړیوالو سياليو کې د ګډون لپاره نن سهار وختي چین ته روانه شوه.

په دې سياليو کې به د افغانستان اووه سوک‌وهونکي، له دوو روزونکو او مل پلاوي سره یوځای، د هېواد استازیتوب وکړي.

د سوک‌وهنې څلورم پړاو نړیوالې سيالۍ به د روان کال د سپټمبر له ۱۴مې تر ۳۰مې نېټې پورې د چین په کوربه‌توب ترسره شي.

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي لوبډله به په چین کې د نړیوالو سیالیو ترڅنګ په روزنیز کمپ کې هم ګډون وکړي چې موخه یې د لوبغاړو د وړتیاوو لوړول او د راتلونکو سیالیو لپاره چمتووالی دی.

اړوند خبرونه