د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ویروس د تایید شویو ناروغانو شمېر ۷ زره او ۲۲ تنو ته رسېدلی چې له دې ډلې ۳ زره او ۳۹۸ کسان مړه شوي دي.
راپور زیاتوي چې د ایبولا ناروغي تر دې دمه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت اوو ولایتونو ته خپره شوې او په شماللوېدیځ کې د سود-اوبانګي ولایت کې د دې ناروغۍ یوه نوې مثبته پېښه هم ثبت شوې ده.
د راپور له مخې، دغه ناروغي د «بوندیبوجیو» ایبولا ویروس له امله رامنځته شوې او په کانګو کې د ایبولا تر ټولو لویه او مرګونې خپرېدنه بلل کېږي.
دا په نړۍ کې د ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۶ کلونو وروسته د ایبولا دویمه لویه خپرېدونکې ناروغي ده.

