ډېر لوستل شوي

ایران او امارات د برېکس ګډه اعلامیه لاسلیک کړې

ایران او متحده عربي اماراتو د برېکس سازمان د غړو هېوادونو له هغې ګډې اعلامیې سره موافقه کړې چې په منځني ختیځ کې د روانو ترینګلتیاوو د کمولو غوښتنه کوي.

رویټرز راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په نوې ډیلي کې د برېکس غونډې په څنډه کې د متحده عربي اماراتو له ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید ال‌نهیان سره هم کتلي دي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د ترینګلتیاوو پر کمولو، سیمه‌ییز ثبات او د سیمې پر پرمختګ خبرې کړې دي.

د برېکس په ګډه اعلامیه کې پر روانو جګړو اندېښنه ښودل شوې او له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې له زغم څخه کار واخلي، د ملکیانو او نړیوالې سوداګرۍ خوندیتوب ته پام وکړي او د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

دا اعلامیه په داسې مهال خپرېږي چې په منځني ختیځ کې روان کړکېچونه د سیمې پر امنیت، ثبات او نړیوالې سوداګرۍ اندېښنې زیاتې کړې دي.

اړوند خبرونه