ډېر لوستل شوي

پاکستان او ترکیې ته د حوثیانو خبرداری؛ “له کوم لوري سره مرسته ونه‌کړئ، کنه د ښکېلتیا سبب به شي”

د یمن حوثیانو پاکستان او ترکیې ته خبرداری ورکړی چې د یمن پر خلکو په روان «ظلم» کې دې له هېڅ لوري سره مرسته نه کوي او د جګړې په تړاو دې داسې اقدام نه کوي چې دوی ته د ښکېلتیا سبب شي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د حوثیانو یوه مسوول نصرالدین عامر ویلي، که هر لوری د دوی پر وړاندې اقدام وکړي، په خپله به ځان د یمن په روانه جګړه کې ښکېل کړي.

د حوثیانو دا خبرداری په داسې مهال دی چې سعودي عربستان د ختیځ ـ لویدیځ د نفتو پر یوې مهمې نل‌لیکې له ډرون برید وروسته، دغه نل‌لیکه په لنډمهاله توګه تړلې ده.

د سعودي عربستان ختیځ ـ لویدیځ نفتو نل‌لیکه شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده ده او د هرمز تنګي له لارې د نفتو د لېږد په برخه کې د خنډونو له زیاتېدو سره د منځني ختیځ د نفتو د صادراتو پر یوه مهمه بدیله لاره بدله شوې ده.

اړوند خبرونه