ډېر لوستل شوي

د ایران او سیمې هېوادونو اته‌اړخیزه غونډه ځنډول شوې

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، هغه اته‌اړخیزه سیمه‌ییزه غونډه چې ټاکل شوې وه د ایران، عراق او د خلیج فارس د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په صلاله کې جوړه شي، د ګډې هوکړې د رامنځته کولو لپاره ځنډول شوې ده.

ټاکل شوې وه په دې غونډه کې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ‌راتګ پر لارو او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې وشي.

بحرین تر دې مخکې ویلي وو چې د ایران په ګډون په غونډه کې ګډون نه کوي، او د راپورونو له مخې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر هم د ګډون پلان نه درلود.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د غونډې لپاره نوې نېټه لا تر اوسه نه ده اعلان شوې.

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او سوداګریزو توکو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی او د ایران، خلیجي هېوادونو او نړیوالو بازارونو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

اړوند خبرونه