د عامې روغتيا وزير مولوي نورجلال جلالي ننګرها ولايت ته د خپل رسمي سفر پرمهال د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې د ۱.۳ ميليون ډالرو په ارزښت د ۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو د بنسټ ډبر کېښوده.
ياد وزارت وايي، دا روغتون به په ۳۰ جریبه ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړ او د درېیو کلونو په موده کې به بشپړ شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د روغتون د جوړېدو مالي لګښت د افغان ماشومانو لپاره د جرمني د مرستندویه بنسټ له لوري ورکول کېږي.
د عامې روغتیا وزارت تمه لري چې د دې روغتون په جوړېدو سره به د چمتلې سیمې او خوږیاڼو ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتیايي اړتیاوو ته تر ډېره رسېدنه وشي.

