د پنجشېر د نندارې او پلور په نوې داوطلبۍ کې ۲ زره او ۹۵۵ قیراط تازه استخراج شوي زمرد په ۱۶ میلیونه او ۷۶۲ زره افغانیو پلورل شوي دي.
د ياد ولايت د مقام وياند سيفالدين لټون وايي، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د سلګونو کورنیو سوداګرو ترڅنګ، له متحده عربي اماراتو، قزاقستان، اوزبيکستان او تاجيکستان څخه هم د قیمتي ډبرو یو شمېر سوداګرو په داوطلبۍ کې ګډون کړی او زمرد یې اخیستي دي.
د نوموړي په وينا، د زمردو د داوطلبیو د روڼتیا او امنیت له امله د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو لېوالتیا زیاته شوې او تر اوسه پنځو سوداګرو د پنجشېر د زمردو د کانونو په استخراج کې شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالر پانګونه کړې ده.
د ويلو ده چې د تېرې اوونۍ په داوطلبۍ کې هم له ۱۱ زره قیراط څخه زیات زمرد په ۳۸ میلیونه افغانیو پلورل شوي وو.

