ډېر لوستل شوي

رضایي: د ایران د شرطونو تر پوره کېدو مخکې له امریکا سره خبرې نه کوو

د ایران ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضایي ویلي، تر هغه چې د تهران شرطونه ونه منل شي، ایران به له امریکا سره بیا خبرې پیل نه‌کړي.

رضایي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو په اړه څرګندونې «متناقضې» بللې او ویلي یې دي چې تهران باید د واشنګټن د بېلابېلو پیغامونو تر اغېز لاندې رانه‌شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران د شرطونو تر عملي‌کېدو پورې به له امریکا سره هېڅ ډول مذاکره ترسره نه شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ایراني چارواکو په وروستیو ورځو کې څو ځله د امریکا پر وړاندې ورته دریځ څرګند کړی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم له امریکا غوښتي چې د اسلام‌اباد هوکړه‌لیک ته بېرته وګرځي او ویلي یې دي، که دغه هوکړه عملي شي، تهران به په خپلو ژمنو عمل وکړي.

اړوند خبرونه