ډېر لوستل شوي

سعودي له امریکا وروسته؛ د حوثي بریدونو په قابو کولو کې له بريټانیا مرسته غوښتې

سعودي عربستان تر امريکا وروسته د حوثي بريدونو د مخنيوي په موخه له بريټانيا د مرستې غوښتنه کړې ده.

د بلومبرګ راپور له مخې، ریاض له لندن څخه غوښتي چې د حوثیانو پر وړاندې د مبارزې، د باب‌المندب تنګي د خوندي کولو او د سعودي د تېلو تاسیساتو د ساتنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

سهودي عربستان تر دې مخکې د امريکا د متحده ايالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه ځلي غوښتي و چې پر حوثيانو هوايي بريدونه وکړي، خو ټرمپ دا غوښتنه په «نه» ځواب کړې وه.

دا غوښتنه وروسته له هغې شوې چې د سعودي په مشرۍ پوځي ايتلاف د حوثیانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د وروستیو بریدونو خبر ورکړی.

بلومبرګ ويلي، د بريټانیا لومړی وزیر انډي برنهام لا هم د سعودي د پوځي مرستې غوښتنه ارزوي، خو له ریاض سره د مرستې لپاره یې د بريټانوي پوځي سلاکارانو د استولو هوکړه کړې ده.

د ويلو ده چې لندن باب‌المندب د نړیوال سمندري لېږد رالېږد او اقتصاد لپاره حیاتي بللی دی.

اړوند خبرونه