د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال «جيډي وېنس» وايي چې د امریکا او ایران ترمنځ روانه شخړه به په راتلونکو شاوخوا دوو میاشتو کې «په بشپړ ډول متفاوت پړاو» ته دننه شي.
وېنس ویلي، تمه لري چې د نومبر میاشتې د امریکا د منځمهالو ټاکنو تر ترسره کېدو پورې به ایران د هرمز تنګي پر کنټرول خپل نفوذ لا ډېر له لاسه ورکړي.
د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې اړوند وضعیت به په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې بدلون ومومي او د هرمز تنګي وضعیت به هم د روانو تحولاتو له امله اغېزمن شي.
تر اوسه ایراني چارواکو د وېنس د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تهران تر دې وړاندې په وار وار ویلي چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره به د هر ډول بهرني تيري پر وړاندې اقدام وکړي.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري مسیرونو څخه دی او د دغه تنګي له لارې د تېلو او نورو انرژۍ سرچینو د انتقال هر ډول جدي خنډ کولای شي پر نړیوالو انرژۍ بازارونو اغېز وکړي.

