رویټرز د امریکا د کانګرس د بودجې دفتر (CBO) له قوله راپور ورکړی چې له ایران سره د شپږ میاشتني جګړې لګښت شاوخوا ۳۸ میلیارده ډالره اټکل شوی او دغه لګښت به هره میاشت نږدې درې میلیارده ډالره نور هم زیات شي.
د راپور له مخې، د مهماتو پراخ استعمال د امریکا پر وسلو او مهماتو زیرمو فشار راوستی او د دغو زېرمو بشپړول ښايي تر پنځو کلونو پورې وخت ونیسي.
خو سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د مهماتو د کمښت ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د امریکا پوځ کافي مهمات په واک کې لري.
د یادونې وړ ده چې د جګړو اوږدېدل نه یوازې درانه مالي لګښتونه لري، بلکې د پوځي تجهیزاتو او وسلو پر زېرمو هم پراخ اغېز پرېږدي.

