اسراییل او مراکش هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د سفارتونو کچې ته لوړې او په دواړو هېوادونو کې سفیران وټاکل شي. دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر په ګډون په نیویارک کې د یوې درېاړخیزې غونډې پر مهال شوې ده.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار، د مراکش د بهرنیو چارو وزیر ناصر بوریطه او په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز په دې غونډه کې د اسراییل او مراکش ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره پر یو لړ اقداماتو هوکړه کړې.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په وینا، د هوکړې یوه برخه اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ته ځانګړې شوې ده.
د هوکړې له مخې، د اسراییل او مراکش ترمنځ به هوايي اړیکې هم پراخې شي او د مراکش هوايي شرکتونو له خوا د مستقیمو الوتنو د بیا پیل زمینه به برابره شي. دواړو هېوادونو همدارنګه هوکړه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به د لوړپوړو چارواکو متقابل سفرونه او دوهاړخیزې غونډې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې پر فلسطین د اسراییل غاصب رژیم د ظلمونو او ټولوژنې په سبب د نړۍ لسګونو اسیایي، اروپایي او افریقایي هېوادونو له هغه هېواد سره هر ډول پرېکون اعلان کړی دی.

