ډېر لوستل شوي

اسراییل: حزب الله نه باید بیا ځواکمن شي او لبنان کې د وضعیت تر بدلون پاتې کیږو

د اسراییلو پوځي چارواکي وايي، د لبنان په جنوب کې به خپل ځواکونه تر هغه وخته له امنیتي سیمو ونه باسي چې د حزب‌الله ګواښونه دوام ولري. د اسراییلو لوی درستیز وايي، هېواد یې هوډ لري چې د لیتاني سیند جنوب ته د حزب‌ الله د پوځي حضور د بیا راپورته کېدو مخنیوی کوي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۱۵مه، د لبنان پولې ته څېرمه د اسراییلو د ۹۱مې فرقې د  لیدنې پر مهال وویل چې حزب‌الله ته باید اجازه ورنه کړل شي چې خپل پوځي ځواکونه بېرته منظم کړي، پوځي وړتیاوې بیا ورغوي او په سیمه کې نوې پوځي زیربناوې جوړې کړي.

د اسراییلو لوی درستیز زیاته کړه: ((جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې.))د هغه په وینا، اسراییلي پوځ د حزب‌الله پوځي وړتیاوې کمزورې کړې، خو لا هم ګڼې ننګونې شته او په سیمه کې وضعیت په چټکۍ سره بدلېدای شي.

یو اسراییلي پوځي چارواکي هم ویلي چې اسراییلي ځواکونه به د لبنان په جنوب کې تر هغه وخته پاتې شي چې امنیتي وضعیت بدل شوی نه وي. د نوموړي په وینا، تر هغه چې د حزب‌الله ګواښونه دوام ولري، اسراییل به له جنوبي لبنان څخه خپل ځواکونه ونه باسي. هغه همداراز ویلي چې د لبنان پوځ باید هغه ټول وسله‌وال جوړښتونه منحل کړي چې د لبنان د حکومت تر کنټرول لاندې نه دي.

یاده دې شي چې دوه کاله وړاندې هوکړه شوې وه چې حزب الله به په لبنان کې بې وسلې کېږي او وسلې به یې د لبنان پوځ ته سپارل کېږي؛ خو حزب الله ځواکونو ددې هوکړې کلک مخالفت کړی و.

اړوند خبرونه