ډېر لوستل شوي

د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د افغانستان ـ ازبکستان په ګډ نندارتون کې برخه اخیستې

د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د ازبکستان په ترمذ ښار کې د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو د تولیداتو په لومړي ګډ نندارتون کې ګډون کړی دی.

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې یاد شرکت د نورو افغان شرکتونو او سوداګرو ترڅنګ خپل سوداګریز محصولات، تولیدات او ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

په نندارتون کې شاوخوا ۶۳ غرفې جوړې شوې وې چې له ډلې یې ۳۰ غرفې افغان سوداګرو او تولیدوونکو ته ځانګړې شوې وې. په دغو غرفو کې د افغانستان بېلابېل تولیدات: د ډبرو سکاره، غالۍ، لاسي صنایع، جامې، چرمي توکي، زعفران، وچې مېوې او نور کورني محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

د چارواکو په وینا، د دغه ګډ نندارتون جوړېدل د افغان تولیداتو د معرفي کولو او په ازبکستان کې د هغوی د بازار موندنې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د سوداګرو، تولیدوونکو او پېرېدونکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا زمینه برابروي.

همدارنګه، د نندارتون په څنډه کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو او شرکتونو د استازو ترمنځ یو شمېر سوداګریزې ناستې او لیدنې ترسره شوې دي. په دغو ناستو کې د نویو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د بازارونو د موندلو او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

اړوند خبرونه