ډېر لوستل شوي

جانسون: د عمران خان په څېر ډېری قضیې سیاسي انګېزه لري

د بریټانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په یوه کوچنۍ خونه کې ساتل کېږي او ورزش، مطالعې او له بهر سره اړیکو ته یې لاسرسی محدود شوی دی.

جانسون په «ډیلي مېل» کې په یوه مقاله کې ادعا کړې چې د عمران خان پر وړاندې ډېری حقوقي قضیې تر ډېره سیاسي انګېزه لري او د پاکستان له پوځ سره د نوموړي د مخالفت له امله رامنځته شوې دي.

نوموړي ویلي، د پاکستان پوځ اندېښنه لري چې که عمران خان له بنده خوشې شي، ښايي یو ځل بیا په سیاست کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړي.

بلخوا، د پاکستان حکومت بیا د عمران خان د ناوړه چلند ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې نوموړي ته د زندان د اصولو له مخې لازم امکانات برابر دي.

اړوند خبرونه