د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي چې «اېماېسناو، سياېناېن او پولیټیکو» رسنۍ یې د سپینې ماڼۍ له خبري پوښښ څخه منع کړې دي.
ټرمپ ادعا کړې چې دغو رسنیو په دوامداره توګه «جعلي خبرونه» خپاره کړي او د هغه د ادارې په اړه یې ناسم راپورونه ورکړي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې ښایي په راتلونکي کې نورې رسنۍ هم د سپینې ماڼۍ له خبري پوښښ څخه منع شي.
د سپینې ماڼۍ او ټرمپ ادارې له رسنیو سره د اړیکو په اړه دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر او ځینو امریکایي رسنیو ترمنځ د خبري پوښښ پر څرنګوالي له وړاندې هم اختلافات موجود دي.

