د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي وايي، امریکا له ایران سره د خبرو د پیل لپاره اړ ده چې د تهران ټاکل شوي شرطونه ومني.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ایران له امریکا سره د هر ډول خبرو د پیل لپاره اووه شرطونه ټاکلي دي.
رضايي ویلي، دغه شرطونه د ایران له لوري د امریکا حکومت ته وړاندې شوي او واشنګټن باید له تهران سره د مذاکراتو د پیل لپاره د ایران شرایط ومني.
د تهران له لوري د خبرو لپاره د مشخصو شرطونو مطرح کول ښيي چې ایران غواړي هر ډول نوې مذاکرات د خپلو ټاکل شویو شرایطو پر بنسټ ترسره شي.

