د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د جرمونو پر نړیوالې محکمې (ICC) د پراخو بندیزونو طرحه چمتو کړې او ټاکل شوې چې ډېر ژر یې اعلان کړي.
رویټرز د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا اقدام به د واشنګټن او هغه نړیوال بنسټ ترمنځ شخړه لا پسې زیاته کړي چې د جنګي جرمونو، نسلوژنې او د بشریت پر ضد جرمونو قضیې څېړي او تعقیبوي.
امریکا تر دې مخکې هم د جرمونو پر نړیوالې محکمې د یو شمېر چارواکو او قاضیانو پر وړاندې بندیزونه لګولي وو، خو د ټولې محکمې پر وړاندې د پراخو بندیزونو نوی ګام د ټرمپ د ادارې له خوا د دې بنسټ پر ضد د فشار د زیاتولو څرګندونه کوي.
د راپور له مخې، د بندیزونو دقیق جزیات او د اعلان نېټه لا نه دي روښانه شوي.

