ډېر لوستل شوي

د سعودي او پاکستان نوی تړون؛ د ډیپلوماتیکو پاسپورټونو لرونکي به پرته له ویزې سفر کوي

پاکستان او سعودي عربستان د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو، رسمي او ځانګړو پاسپورټونو لرونکو لپاره د ویزې د اړتیا د لغوه کولو تړون لاسلیک کړی دی.

دغه تړون د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ترمنځ لاسلیک شوی دی.

 د تړون له مخې، د دواړو هېوادونو اړوند پاسپورټ لرونکي به د رسمي سفرونو پر مهال له ویزې پرته تګ راتګ کولی شي.

اسحاق ډار ویلي، دغه اقدام به د اسلام‌اباد او ریاض ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او د رسمي سفرونو د اسانتیا زمینه برابره کړي.

دا هوکړه په داسې مهال کېږي چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ دفاعي او ستراتیژیکې اړیکې هم پراخې شوې دي.

اړوند خبرونه