د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د یادې خونې رییس، سید کریم هاشمي او د افغان – امریکا سوداګرۍ ګډې خونې (AACC) رییس «جیفري ګرېکو» ترمنځ انلاین ناسته شوې او د همکاریو هوکړه لاسلیک شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې دا هوکړه د سوداګرۍ، پانګونې، د خصوصي سکټور پراختیا او د دواړو خونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوې ده.
په دې ناسته کې د افغان – امریکا سوداګرۍ ګډې خونې رییس ویلي چې د ځینو امریکایي سوداګرو په ملتیا به د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې دا هوکړهلیک د افغانستان او متحده ایالاتو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

