د بريټانیا لومړي وزیر انډي برنهم ویلي، په غزه کې د ماشومانو په ګډون د ډېرو کسانو شهيدانول او سیمې ته د بشري مرستو په کمه کچه رسېدل د اندېښنې وړ دي او لندن به د دې «وحشتناکې لړۍ» د پراخېدو پر وړاندې چوپ پاتې نهشي.
برنهم ویلي، د فلسطیني خاورې اشغال غیرقانوني دی او د اسراييلو له لوري د لویدیځې غاړې د«E1» پروژې د جوړولو هڅې د فلسطیني دولت د جوړېدو امکان له ګواښ سره مخ کوي.
هغه ټینګار کړی چې د غزې کړاوونه او مرګژوبله باید پای ته ورسېږي او اسراييل او فلسطین باید د یو بل ترڅنګ په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
د بريټانیا لومړي وزیر دا څرګندونې د حماس او ایران د بریدونو له غندلو وروسته کړې دي.

