ډېر لوستل شوي

افغانستان او قطر د ګرځندویي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستيال مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د قطر له سفیر ډاکټر علي مردف القاشوطي سره په لیدنه کې د ګرځندویي همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي.

ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې افغانستان ته د قطري سیلانیانو د جذب، د افغانستان د طبیعي، تاریخي او سیاحتي جاذبو د معرفي کولو، په هېواد کې د قطري پانګه‌والو لپاره د پانګونې د زمینه برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندویي همکاریو لپاره د رسمي چوکاټ د رامنځته کولو موضوعات مطرح شوي دي.

مولوي قدرت‌الله جمال د افغانستان د ګرځندویي ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او زياته کړې يې ده چې هېواد یې د طبیعي ښکلاوو، تاریخي ابداتو، لرغونو سیمو او بېلابېلو سیاحتي جاذبو له پلوه د پام وړ ظرفیتونه لري او د قطري سیلانیانو او پانګه‌والو لپاره د همکاریو مناسب فرصتونه شته.

په ورته مهال، د قطر سفیر د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او فرهنګ یې د تمدنونو یو اساسي عنصر بللی دی. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د لا پراختیا او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دايمي تعامل پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه