ډېر لوستل شوي

ایران او امریکا نیویارک کې د قطر په منځګړیتوب تازه خبرې کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي چې د تېرې سه‌شنبې په ورځ د ایران او امریکا ترمنځ خبرې د قطر په منځګړیتوب په نیویارک کې ترسره شوې دي.

بقایي ویلي چې دغو خبرو شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ او د ایران دریځونه او د خبرو د بیا پیل لپاره یې شرایط امریکايي لوري ته وړاندې کړي دي.

د نوموړي په وینا، ایران له امریکا غواړي چې د «برید» اقدامات پای ته ورسوي، د ایران کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او د ایران او عمان ترمنځ پر هوکړه شوې خوندي سمندري تګلارې موافقه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د سه‌شنبې په ورځ په نیویارک کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د ډونالډ ټرمپ له زوم جرد کوشنر سره لیدلي دي.

اړوند خبرونه