ډېر لوستل شوي

خوست کې د پاکستان پوځي رژيم هوايي برید له امله يو ښوونیز مرکز زیانمن شوی

د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ د ګولانو کمپ ته څېرمه، د پوهنې ریاست اړوند یو ښوونیز مرکز تېره شپه د پاکستاني هوايي برید له امله زیانمن شوی دی.

د ياد ولايت د ښونيز مرکز مسوولين وايي، په دې برید کې د ښوونیز مرکز د کارکوونکو او زده‌کوونکو له ډلې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د مرکز ودانۍ او اړوندې برخې زيانمنې شوې دي.

د دوی په وينا، ښوونیز او علمي مرکزونه د زده‌کړې او د نوي نسل د روزنې لپاره جوړ شوي او باید د بریدونو له ګواښ څخه خوندي پاتې شي. هغوی د تعلیمي مرکزونو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کوي.

دا په داسې مهال ده چې د پاکستان پوځي رژيم تېره شپه د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند په یوه شاړه دښته هم بمبار کړی.

اړوند خبرونه