ډېر لوستل شوي

مولوي ذبيح‌الله مجاهد: د پاکستان پوځي رژيم ته به د پریکنده دريځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شي

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد پر کندهار، پکتيا او خوست د پاکستان پوځي رژيم وروستيو بريدونو ته چې څلو ملکي وګړي پکې شهيدان شوي غبرګون ښودلی او يو ځل بيا يې ټينګار کړی چې د پریکنده دريځ په نیولو سره به مناسب ځواب ورکړل شي.

ښاغلي مجاهد دا بریدونه «ښکاره تيری او جنایت» بللي او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

د اسلامي امارت په وینا، د ياد رژيم له لوري پر افغان خاوره هوايي بریدونه د پاکستان د کورنيو ستونزو د توجیه کولو لپاره ترسره کېږي.

مرکزي وياند خبرداری ورکړی چې د پاکستان له لوري دغه ډول «بې‌محاسبې او کرکجن اقدامات» د افغان ولس غوسه راپاروي او د پاکستاني پوځ لپاره به ناوړه پایلې ولري.

اړوند خبرونه